o------------------------------------------------------------------------------------------------
 

 مطبوعاتي اعلاميه

د تلې ٦مه،

١٣٨٧ چې د سپټمبر له ٢٧، ٢٠٠٨ سره سمون خوري

افغانستان، کابل

د مرکزي ثبت نوې اداره سوداګريز خنډونه ليرې کوي

د افغانستان د مرکزي ثبت نوې اداره چې له دې وروسته شرکتونو او سوداګريزو فعاليتونو پورې اړوندې ټولې چارې په يوه اداره کې ثبتوي، د سوداګرۍ او صنايعو په وزارت کې پرانيستل شوه.

" د سوداګرۍ او صنايعو وزير ډاکټر مير محمد امين فرهنګ د دې ادارې د رامنځته کيدو په باب داسې وويل: افغان سوداګر او پانګوال له دې وروسته کولی شي چې خپل سوداګريز فعاليتونه او مشاغل په چټکۍ، کم لګښت او آسانتيا سره ثبت کړي او دا د نوموړو شرکتونو لپاره تر ټولو غوره لار ده ."

 هغه زياته کړه: د ثبت دا کمپيوټري سيسټم له افغانستان سره مرسته کوي چې د ثبت خپلې چارې له نړيوالو معيارونو سره برابرې کړي. ثبت يا رجسټريشن به له شرکتونو سره د مشتريانو او پانګونې په راجلبولو، دولتي خدماتو ته په لاسرسي او بانکي پورونو په اخيستو کې مرسته وکړي."

ټول افغاني شرکتونه د قانون له مخې مکلف دي چې ثبت شي او د ماليي تشخيصيه شميره (TIN) ترلاسه کړي. د ثبت په نوې مرکزي اداره کې، شرکتونه کولی شي چې خپل ځان ثبت کړي، د ماليې تشخيصيه شمېره ترلاسه کړي او خپل نوم په رسمي جريده کې خپور کړي. دا ټوله پروسه چي مخکې يي څو ورځې نيولې، اوس له ٢ ساعتونونه کم وخت اخلي.

د سهامي او محدودالمسؤليت شرکتونو نوي قانون له مخې د مرکزي ثبت ادارې جوړيدل ضروري دي. افغاني سهامي او محدودالمسؤليت شرکتونه بايد په يو کال کې د ننه له سره ځانونه ثبت کړي.

د ثبت نوې مرکزي اداره د متحدو ايالتونو د حکومت په مالي مرسته بيا ورغول او ترميم شوه.

 

 خپل شرکت په آسانۍ سره ثبت کړۍ

د مرکزي ثبت دفتر د یواځنۍ مرجعی په توګه د شرکتونو د ثبت د ټولو چارو د سمبالولو لپاره په دی وروستیو کی جوړ شوۍ دۍ.

 اوس تاسی کولای شۍ تر څو خپل شرکت په آسانۍ سره ثبت کړی.

 ټول افغانی شرکتونه باید د قانون پر بنسټ ثبت او راجستر شي او همدارنګه د مالیې ورکوونکي د پیژندنې شمیره یاTIN  لاسته راوړی.  هغوی کولای شي ترڅو دا دواړه کارونه  د مرکزی ثبت په دفتر کې تر سره کړي.

هر شرکت  یو ځلې ثبت کیږي خو که چېرته هغه معلومات چی د  ثبت مرکزی دفتر ته وړاندې شوي وي تغییر و مومی نو باید بیا ثبت شي.  همدارنګه د شرکتونو تړل یا د سوداګریزو فعالیتونو بندول هم باید ثبت شی. د ثبت لړۍ د تجارتی جواز د اخسیتنی له بهیر څخه توپیر لری.   

د کمپیوټري ثبت نوی سیسټم به د افغانستان د ثبت او راجستر لړی له نړیوالو معیارونو سره برابره کړی. دا د افغاني تشبثاتو د ملاتړ په لور یو بل ګام ګڼل کیږی چی د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له خوا پورته شوی دۍ.

 

د ثبت پړاوونه:

 د غوښتنلیک د فورمې ډکول

 د TIN یا د مالیه ورکوونکي د پیژندنې د شمېرې اخیستنه
په رسمي جریده کی
خپرول
د فیس ورکړه

لګښت:

د تجارتي شرکت ثبت، تغییر یا بندول: ۵۰۰ افغانی

د صکوکو فیس: د مالیې وزارت د لایحې سره سم

په رسمی جریده کی خپرول:  ۲ افغانی پر یوه حرف/ تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې

 کاري ساعتونه
د شنبې او چارشنبې په ورځو
د سهار له ۹ بجو څخه د مازدیګر تر ۳ بجو پورې
د پنجشنبې ورځ:
د سهار له ۹ بجو څخه د غرمې تر ۱۲ بجو پورې

 

دنوی شرکت د ثبت پړاوونه

د غوښتنلیک فورمه ډکه کړی. پرته له دې چی تاسی د جواز ورکولو په دفتر کی کار کوی یا نه باید د غوښتنلیک یواځی یوه فورمه ډکه کړید ثبت د دفتر کارکوونکي به ستاسو سره په دې اړوند مرسته وکړي.

د شرکت د ریس او معاون اته اته قطعې عکسونه ورسره ضمیمه کړی.

د فیس ورکړه

د تجارتی شرکت د ثبت فیس: ۵۰۰ افغانی

د صکوکو فیس: د مالیی وزارت د لایحی سره سم

په رسمی جریده کی خپرول:  ۲ افغانی پر یوه حرف/ تر ۱۰۰۰ افغانیو پوری

د سوداګریزو فعالیتونو بدلون:

د فورمی اړونده برخه ډکه کړۍ.

که چیرته د شرکت چارواکی بدلون و مومی د هغوی ۸ قطعی عکسونه باید ضمیمه شی.

د فیس ورکړه: ۵۰۰ افغانۍ په رسمي جریده کې د خپرولو د فیس برسېره ( د اړتیا په وخت کی)

 د سوداګریزو فعالیتونو بندول
د فورمې اړونده برخه ډکه کړۍ.
د فیس ورکړه: ۵۰۰ افغانۍ په رسمي جریده کې د خپرولو د فیس برسېره

             د ثبت لپاره لس دلیلونه

  • د پانګی اچونی هڅول
  • د مشتریانو جلبول
  • د بانکی پورونو د شرایطو پوره کول
  • دولتی خدماتو ته لاس رسی
  • د سوداګری یا د پانګی اچونی د جواز اخیستنه
  • د تجارتی ویزی اخیستل او مسافرت
  • د سوداګریز تړونونو پلی کول
  • د نړیوالو سوداګریزو معاملو آسانول
  • د ګمرکی چارو د تصفیی ګړندی کول
  • د قانون درناوی

 د لازیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره  په لاندی پته اړیکه ونیسی:
ویب پاڼه:

http://www.commerce.gov.af

 

پوښتنې او ځوابونه

د مرکزي ثبت نوی دفتر کومې دندې تر سره کوي؟

د مرکزي ثبت نوی دفتر د شرکتونو د ثبتولو د یواځنۍ مرجع په توګه ګڼل کیږی. د ثبت او راجسټریشن اړوند ټول فعالیتونه چی پخوا د تجارتي محکمو، د عدلیې وزارت او د مالیې وزارت له خوا تر سره کیدل اوس یوازې د دې دفتر له لیاری اجرا کیږي.دډیرمعلوماتو لپاره داځای کلیک کړی.

D










 

 

 

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 

 

 
 
 
 



 

 
 


 

 

 

لومړی مخ -  دندی - پیوندونه - اړیکی - پروګرامونه - معلومات

ټول حقوق محفوظ دی