|
D
د سوداګرۍ او صنايعو
وزارت د څلورو قوانينو کنفرانس جوړ کړ
د څلورو قوانينو کنفرانس چې د
څلورو سوداګريزو قوانينو د تصويب زيری له ځانه سره
لري، د دولتي او خصوصي همکارۍ د يوې نمونې په څېر لوړ
پوړي دولتی چارواکي او د خصوصي سکټور استازي راجلب
کړل. د نوموړی کنفرانس موخه، چې د افغانستان تړون (Afghanistan
Compact) له مخې
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت لخوا په لاره اچول شوی وو،
د سهامي شرکتونو، تضامني
شرکتونو، د سوداګريز حکميت او د سوداګريز منځګړتوب
قوانينو په اړه بحث کول او په ملي شورا کې د بالقوه
تعديلونو لپاره د نظرياتو او څرګندونو راټولول و.
" دا
قوانين د شرکتونو په جوړولو او د لانجو په حل کې مرسته
کوي"،
د سوداګرۍ او صنايعو
وزير ډاکټر محمد امين فرهنګ وويل. "
دا قوانين به زمونږ خصوصی سکټور ځواکمن کړي او بهرني
پانګوال به افغانستان ته را جذب کړي."
سوداګريز قوانين مخ په وده
خصوصي سکټور لپاره بنسټ جوړوي،"
ډاکټر فرهنګ زياته کړه. خصوصي سکټور زمونږ د پرمختګ
وسيله ده."
ډاکټر فرهنګ د دولت د مهمو
ارګانونو، د خصوصي سکټور او د نړيوالې پرمختيا لپاره د
متحدو ايالاتونو د ادارې(
USAID)
ويناکوونکو او د ولسمشر مشر سلاکار
جلالتمآب هدايت امين ارسلا؛ د
USAID د اقتصادي پرمختيا
ريس دوني هرينګټون؛ د عدليې وزير سرور دانش، د پارلمان
د اقتصادي کميسيون ريس مصطفی کاظمي؛ د اقتصادي کميسيون
غړی او د خصوصي سکټور مشر استازی عارف ظريف او
همدارنګه د سوداګرۍ د اطاقونو مشرانو په ګډون کوربتوب
په غاړه درلود.
ويناوالو د دوو
ورځو غونډه پرانيستله، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت حقوقي
کار يې وستايه او ژمنه يې وکړه چې له نوموړي وزارت سره
به له نږدي کار کوي څو د خصوصي سکټور لپاره د مساعد
چاپيريال په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
|
د صنايعو معين د سوداګرۍ او صنايعو په وزارت کې
وټاکل شو
د سوداګرۍ
او صنايعو وزير د نوي ټاکل شوي معين
ښاغلي "کمکي" د معرفي کولو په حال
انجنير ښاغلی متصل کمکي د
سوداګرۍ او صنايعو په وزارت کې د صنايعو معين ټاکل
شوی. ښاغلي کمکي خپلی زده کړی په ١٩٨٥کال کې د
يوکراين په هېواد کې د معدن په رشته کې په ماسترۍ درجې
سره پای ته رسولي. خپل لومړنی ماموريت يې د معدن او
صنايعو په وزارت کی د پانګې اچونی د خصوصي سکتور د
عمومي مدير په توګه تر کال ١٩٩٢ پوری سرته رسولی او
وروسته له هغی د افغانستان پريښودو ته اړ شو او ١٠
کاله په بهر کې پاتی شو.
هېواد ته له راستنيدو وروسته،
نوموړي د معدنو په وزارت کې د پلان او د خصوصي سکتور
پانګی اچونی د رئيس په توګه په چوپړ پيل وکړ او په پای
کې د صنعتي پارکونو د رياست دنده ور په غاړه شوه.
|
|